د مهاجرينو چارو وزير د ځاځيو قوم د علماو او مخورو سره وکتل

sadam_morr
Tue, Nov 08 2022 10:47 AM
_______

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د لړم په (۱۶) مه په خپل کاري دفتر کې د ځاځيو قوم د علماو او مخور سره ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې  يو شمېر علماو او سپين ګيرو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، له اسلامي نظام څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او خپلې ستونزې يې هم شريکې کړې.

وروسته د مهاجرينو چارو وزير خبرې وکړې او له دوی سره يې ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.

Latest news

BACK TO NEWS