د ا.ا.ا د هيواد هر وګړي ته رسيدنه کوي

sadam_morr
Tue, Oct 04 2022 12:25 PM
-
د ۱۴۴۴ هجري سپوږميز کال د ربيع الاول په ۸ مه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د ننګرهار ولايت، چمتلې سیمه کې د مهاجرينو ښارګوټي له اوسېدونکو، قومي مشرانو او علماو سره ولیدل.
ښاغلي حقاني په خپله وينا کې وويل چې د ا.ا.ا په ټول توان سره هڅه کوي، چې د هيواد د هر وګړي ستونزو ته رسيدنه وکړي
همدا راز ښاغلي حقاني په نږدې ۴۰۰ کورنیو خوراکي مواد او تر دوه لکو افغانیو نغدي مرستې یې ددغه ښارګوټي په بې وزلو او غریبانو وویشلې
نوموړي هلته د خلکو شته ستونزې واوريدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
د سيمې اوسېدونکو له ښاغلي حقاني خوښي څرګنده کړه، مننه یې ترې وکړه او د پښتني دود له مخې یې د اعزاز لونګۍ ورته په سر کړه

Latest news

BACK TO NEWS