د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال د زکات موسسې له رییس سره وکتل

sadam_morr
Mon, Mar 14 2022 11:31 AM
__________
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت معین الحاج محمد ارسلا خروټي د روان کال د کب د میاشتې په 22 نېټه د ذکات فاونډېشن له رییس خلیل دمیر سره ولیدل.
د دغې لیدنې موخه د یادې موسسې او کډوالو وزارت ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، او ښاغلي دمیر د خپلو خبرو په جریان کې ټینګار وکړ، چې د دې بنسټ مرستې به د افغانستان خلکو ته په عادلانه او شفاف ډول پیل او دوام وکړي.
د دې لیدنې په جریان کې د کډوالو چارو وزارت معین ښاغلي خروټي د یادې موسسې له مرستو څخه مننه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې دغه مرستې د کډوالو چارو د وزارت سره په همغږۍ ووېشل شي.

 

Latest news

BACK TO NEWS