د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال د UNHCR له عمومي رئیسې سره وکتل

sadam_morr
Wed, Feb 09 2022 9:35 AM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د کډوالو عالي کمشنرۍ له عمومي رئیسې آغلې "کارولین ون بیورن" سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه

په دغه ناسته کې راتلونکی کال د کډوالو بېرته هیواد ته د راستنېدو لپاره په طرحه خبرې وشوې او تخنیکي ټیمونه وګمارل شول ترڅو د طرحې په نهایي کولو کار وکړي.
دغه راز د داخلي بې ځایه شویو ځای پرځای کولو او په شفاف ډول د مرستو رسولو په تړاو خبرې وشوې او دواړو لورو له یو بل سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ

Latest news

BACK TO NEWS