دمهاجرينو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

anwari_morr
Tue, Nov 02 2021 10:15 AM
جلسه اداری وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان برگزار شد

دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته دمالي او اداري مرستيال او سرپرست محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د رییسانو،مسؤلينو او دکابل ولايت دمهاجرينو دريیس په شتون کې د مهاجرينو وزارت دناستو په تالارکې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې دلړم په (١٢) مه ترسره شوه،د وزارت دفعاليتونو او اړمنو کورنيو ته د مرستو دوېش پر څرنګوالي پکې خبرې وشوې.

په ناسته کې مهاجرينو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلاح خروټي د وزارت دتخنيکي برخې دفعاليتونو په همغږۍ ټينګار وکړ او په دې برخه کې یې اړوندو مسؤلينوته لارښونې وکړې.

همدارنګه هغه وويل:بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر د ښه والي او چټکتیا په موخه باید د ارزونې کاري ستونزې حل شي.

په دې ناسته کې د وزارت د تېرو کاري کړنو او فعاليتونو یادونه وشوه او د مهمو کاري مسایلو لپاره مشخص پلاوي وټاکل شول.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS