د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال د الخدمت خېريه بنسټ له مشر او ورسره مل پلاوي سره وکتل

1400کال، تلې،18 مه، کابل؛ افغانستان
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلا خان خروټي نن په خپل کاري دفتر کې د الخدمت خېريه بنسټ له مشر ډاکټر حفيظ سره وکتل.
په دغه کتنه کې د ددې بنسټ مشر ښاغلي خروټي ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او د ياد بنسټ له لوري يې د (2500) کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته اعلان کړه.
هغه همداراز ژمنه وکړه, چې په راتلونکي کې به (25) زره کورنيو سره هم مرستې وکړي او دغه لړۍ به دوام لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلا خان خروټي د الخدمت خېريه بنسټ د مشر له راتګ او مرستو څخه ځانګړی مننه وکړه او ويې ويل: په اوسنيو شرايطو کې د خېريه بنسټونو مرستې ډېرې ګټوري او اړين دي او دغه لړۍ بايد دوام پيدا کړي.
هغه زياته کړه، د نړيوالو او کورنيو خېريه بنسټونو سره په ګډه کار کوو, تر څو اړمنو او بې ځايه شوي کډوالو ته مرستې پر وخت او شفاف ډول ورسېږي.