د پاکستان له لوري داخلي بې ځايه شويو خلکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
Sun, Oct 03 2021 10:10 PM
__________

1400کال, تلې, 11مه, ننګرهار, افغانستان

د پاکستان پاک افغان خېريه بنسټ له لوري د (174) ټنه خوارکي توکو مرسته وشوه. په دغه توکو کې وړه, وريجې, بوره او غوړي شامل وو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلاخان خروټی, چې د دغو مرستو د تسلمۍ لپاره تورخم ته ورغلی و, د پاکستان له مرستو څخه ځانګړې مننه وکړه او و يې ويل: دغه مرستې بايد دوام ولري.

هغه زياته کړه, د پاکستان حکومت هلته د ميشت افغان کډوالو ښه پلانه کړې او موږ د پاکستان له حکومت څخه غواړو, چې لا نورې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

هغه همدراز په ننګرهار کې د پاکستان له قونسل فيصل خان څخه وغوښتل, چې په تورخم دروازه تېريدونکو ناروغانو, مسافرو او بار وړونکو موټرو ته د تېريدلو اسانتيا رامنځته کړي.

په ننګرهار کې د پاکستان قونسل فيصل خان د مرستو د تسلمۍ پر مهال وويل: پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او دوی به خپلو دغو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا په تورخم دروازه يې د اوښتونکو ناروغانو, مسافرو او بار وړنکو وړونکو موټرو ستونزه له پاکستاني مشرانو سره شريکه کړې او هيله يې وښوده چې په نزدې راتلونکي کې به دغه دروازه د هر ډول تګ لپاره خلاصه وي.

 

 

 

Latest news

BACK TO NEWS