د پنجشير داخلي بې ځايه شويو خلکو ته د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرستې واستول شوې!

anwari_morr
Thu, Sep 30 2021 10:55 PM
ـــــــــــ
 
د ا.ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د پنجشير ولايت داخلي بې ځايه شويو خلکو ته د نړيوالو خېريه بنسټونو لخوا مرستې شوي توکي واستول شول.
په دغه توکو کې (500) بورۍ وړه, (500) بورۍ شل کيلويي وريجې, (500) کارتنه خوارکي توکو کيټونه, (1000) کمپلې او (1000) جمپرونه شامل وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ‌رهبرۍ په وينا, د مرستو دغه لړۍ به دوام لري او هڅه کوي, چې د هېواد ټولو داخلي بې ځايه شويو خلکو ته د ژمي تر را رسېدو وړاندې مرستې شوي توکي ورسوي.

Latest news

BACK TO NEWS