د کډوالو او رستېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارله رييسې سره وليدل

anwari_morr
Sun, Sep 12 2021 3:02 PM
231

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني ، په افغانستان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې  (UNHCR) له رېيسې ميرمن وين بيورن کاروليان سره وليدل او راستنېدونکو، بېځايه شوو او اړمنوکورنيو ته د لاسرسي، د مرستو دوېش او د يادې ادارې په روانو هڅو يې خبرې وکړې.

 

په ياده ناسته کې چې د وږي په ۲۰مه نېټه ترسره شوه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير وويل، داخلي بېځايه شوو ته لاسرسي په اوسنيو شرايطو کې يوه مهمه موضوع ياده کړه او د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې څخه يې غوښتنه وکړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډه همغږۍ داخلي بېځايه شوو ته د رسېدو په برخه کې په شفاف ډول هڅې وکړي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د UNHCR ادارې سيمه ييزو  کارکوونکو د امنیت د تامین لپاره په جدی توگه همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  UNHCR دفتر رييسې داخلي بېځايه شوواو راستنېدونکو  ته د رسېدو په برخه کې دخپلو کاري پلانونو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير ته معلومات ورکړل.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS