بلخ کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو يو ښوونځي کټې اخيستنې ته وسپارل شو

Anonymous (not verified)
Sun, Aug 08 2021 11:12 AM
---

د بلخ ولايت د برګيت ولسوالۍ په نهر شاهي سيمه کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو يو منځنی ښوونځي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مشرۍ جوړ شوی و شنبه د زمري ۱۶مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دغې ښوونځي د پرانيستې په مراسموکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېر علم امله وال، ورسره پلاوي، دبلخ ولايت سيمه ييزو چارواکو اود المان هېواد نړيوالو همکارانو شتون درلود.

د برګيت سيمي منځنی ښوونځی ۱۶ درسي خوني او اداري خونه لري، چې د ټولو وسايلو سره دالمان هېواد دهمکاريو نړيوالې ادارې GIZ له لوري جوړشو او ددې پروژې دکاري جريان څخه د بلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست څارنه کړې.

د پرانيستي پرمهال امله وال د بېځايه شوو ماشومانو او راستنېدونکو لپاره د زده کړې چمتوکولوباندې ټينګار وکړ ويې ويل: دهېواد وده او پرمختګ مستقيم دښوونځيو او پوهنتونونو د ودې پورې اړه لري، زه د سيمې دخلکو غواړم چې دوطن د سوکالۍ او د ملت او هېواد روښانه راتلونکي لپاره ماشومان په ښوونځيوکې شامل کړي.

همدارنګه د بلخ ولايت دکډوالو چارو رئيس په خپلو خبروکې د GIZ دفتر څخه مننه وکړه چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو لپاره يې ښوونځي جوړ کړ او د سيمې او دښوونځي دمسؤلينو څخه يې غوښتنه وکړه چې دښوونځي په ساتنه کې پوره همکاري وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS