د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال په بلخ ولايت کې يوشمېر داخلي بېځايه شوو سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Sat, Aug 07 2021 7:09 AM
____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېرعلم امله وال بلخ ولايت ته په خپل سفر کې په دغه ولايت کې د يوشمېر داخلي بېځايه شوو د استازو سره ليدنه وکړه او دهغوی ستونزې يې واورېدې.

په دغه ناسته کې چې دپنجشنبې په ورځ د زمري په ۱۴مه ترسره شوه،د بېځايه شوو د دايمي حل لارو رئيس محمد نعيم کاکړ او د بلخ ولايت دکډوالو چارو ريس پکې هم برخه اخيستې وه،کوم چې ددې بېځايه شوو ډېرې ستونزې په خپلو کاري پلانونوکې پوښي.

د داخلي بېځايه شوو استازو د کډوالو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې لومړنيو اړتياو ته د رسېدو، روغتيايي خدماتو او په ښوونځيو کې د ماشومانو د شامېلېدو په برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي.

د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال په بلخ ولايت کې داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د برېښنا يي پېژندپاڼو د وېش په اړه معلومات ورکړل او دا پروسه يې د اغېزمن شفاف مديرت په لور يومهم ګام وباله.

همدارنګه د داخلي بېځايه شوو د استازو څخه يې غوښتنه وکړه چې داړمنو بېځايه شوو کورنيو په پېژندلو کې دې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سروې ټيمونو سره همکاري وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS