کډوالو وزارت او د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست چارواکو په لويو ملي برنامو کې د بېځايه شوو د شاملولو په اړه خبرې وکړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ولي الله جلال د چنګاښ په ۸ مه د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست د ولسي ټړون رئيس مختار صابري سره په ليدنه کې د ملي دسترخوان او ولسي تړون په برناموکې د هرات ولايت د کډوالو په کمپونوکې د بېځايه شوو د شاملولو په اړه خبرې وکړې.
مالي او اداري مرستيال په دغه ليدنه کې چې په کډوالو وزارت کې ترسره شوه، په لويو ملي برناموکې د داخلي بېځايه شوو دشاملولو په دوامداره بيا يوځای کېدوکې مهم وباله او دکډوالو وزارت بشپړ چمتوالی يې اعلان کړ چې شوراګانې رامېنځته کړي او د داخلي بېځايه په اړه اړين معلومات ورسره شريک کړي.
د ولسي تړون د پروګرام رئيس په لويو ملي برنامو او ولسي تړون په برناموکې د هرات ولايت د کډوالو په کمپونوکې د بېځايه شوو دشاملولو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم په اړه معلومات ورکړل او د ژمنې سربېره يې په دوه اړخيزو همکاريو يې ټينګار وکړ.