کډوالو وزارت او په کابل کې د اورپايي تولنې مسؤلينو دګډې همکارۍ پرسند خبرې وکړې

sadam_morr
Sun, Sep 20 2020 1:48 PM
1112

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي د يکشنبې په ورځ د وږي په ۳۰مه په کابل کې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ  برخې  مرستيال سره لينده وکړه او په اروپا کې  دمېشت افغان کډوالو په اړه د افغانستان او اروپايي ټولنې د ګډې همکارۍ پر غزولو يې خبرې وکړې.

ښاغلي حکمي داروپايي ټولنې سره د ګډې همکارۍ سند پر غزولو په داسې حال کې خبرې کوي چې د کرونا ويرس د خپرېدو له امله ددغه هوکړه ليک د غزلو نېټه د روان کال د اکتورپر دويمه لاسليک شي؛ وځنډېډه.

مالي او اداري مرستيال د ناستې ګډونوالو او د اروپايي ټولنې استازو سره په سلامشورو سره  پرېکړه وکړه چې د تخنيکي ټيم لخوا يو ځل بيا دګډې همکارۍ دسند متن بايد مطالعه او تحليل شي.هغه زياته کړه: ((د راتلونکي سې شنبې په ورځ به موږ خپله اخرنۍ پرېکړه وکړو او سند به نهايي کړو. په هغه هېوادونوکې د افغانستان او اروپايي ټولنې د همکاريو ګډه اعلاميه په  ۲۰۱۶ کال د دواړو لوريو لاسليک شوې وه  او دهغه پر بنسټ د ګډوالو د جبري ويستلو مخه نيول شوې وه او اورپايي ټولنه  د کډوالۍ په برخه کې کډوالوچارو وزارت سره همکاري کوي))

Latest news

BACK TO NEWS