لغمان ولایت کې له را ستانه شویو کډوالوکورنیوسره مرسته وشو

anwari_morr
Wed, May 20 2020 8:43 AM
2

لغمان ولایت کې له ۲۸ راستانه شویوکډوالوکورنیوسره دکډوالۍ نړیوال سازمان له لوري د نغدي مرستې سربېره له کرونا ویروس څخه د ژغورنې په موخه د روغتیایي کېټونو مرسته هم ترسره شوه.

د لغمان ولایت دکډوالو اوبېرته راستنېدونکوچارورئیس دمعلوماتوله مخی یادې کورنۍ ډیری یې له ایران او څو نورې له پاکستان څخه راغلي چې هرې کورنۍ ته ۷۲۰۰ افغانۍ دIOM ددفترمرستیاو د کرونا ویروس څخه د ژغورنې په موخه د حفظ الحې کېټونه ورکړل شول.

په ورته مهال د لغمان ولایت مرستیال او سرپرست والي شهزاده مظلوم یاردکډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) څخه مننه وکړه چې تل یې په دې ولایت کې راستانه شویو او بې ځایه شویو کورنیوسره هراړخیزې مرستې ترسره کړي دي.

Latest news

BACK TO NEWS