کډوالو چارو وزير د کډوالۍ د سياسي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

anwari_morr
Thu, Feb 20 2020 11:19 AM
وزیر امور مهاجرین و عودت کنندگان از سیاسی شدن موضوع مهاجرت ابراز نگرانی کرد
کډوالو اوراستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي پاکستان ته په سفر کې د دمحتحده ايالاتو دپلاوي سره وکتل او دکډوالۍ دسياسي کېدو څخه چې يوه بشري موضوع ده اندېښنه څرګنده کړه ويې ويل، اړتيا ده،چې د اروپايي ټولنې په مرسته دکډوالو موضوع د سياسي او امنيتي د کډوالو او راستنېدونکو چار وزير په پاکستان کې دکډوالو د ښې راتلونکې او څلوېښت کلن کوربتوب اړه په اسلام آباد کې نړيواله ناستې کې دګډون په موخه تللی و، د سلواغې په ۲۹مه يې د امريکاهېواد دپلاوي څخه يې د کډوالو دپاملرنې له امله مننه وکړه، ويې ويل، چې په ټولو برخوکې په ځانکړی توګه د کډوالو سره دمرستو په برخه کې دامريکا هېواد مرستې داهميت وړ دي. دهغه په خبره د کډوالۍ پراخه پالېسي چې دکډوالو چارو وزارت کې د ICMPD په همکارۍ جوړه شوې وه په اساسي توګه، هغه برخې چې په ټولنه کې د راستنېدونکو راستنېدنه او ادعام، دغيرمنظمې کډوالۍ مخه نيسې او دبې اسناده او ډيپورته شوو کډوالو قانوني دکليدي موخوپه توګه پېژندل شوي دي.هغه ټيڼګار وکړ، چې ډيپورت کېدل د افغانانو لپاره يوله لوريو ظرفيتونو او فرستونوڅخه دي او په پالېسۍ کې وړانديز شوي چې څنګه د دغه ظرفيتونو څخه استفاده وکړو. هغه وويل، په افغانستان کې دملي يوالي حکومت مخکې کډوالۍ يوه هېره شوې مسله وه،خونن هغه د وزارت او نړيوالو سازمانونو دګډو هڅو پر اساس خپل ځای نيولی دی. په کډوالۍ د سولې اغېزه د پام وړ ده، د ياد تړون له لاسليک وروسته به موږ د ډېرو کډوالو د راستنېدوو شاهيدان يو،چې ډېری کډوال به د کوربه هېوادونو څخه وي. عالمي بلخي زياته کړه، دسولې له پروسې وروسته په ټولنه کې د دولت ضد جنګياليو يوځای کولوته اړتيا ليدل کېږي، چې دا د نړيوالو شريکانو له همکاريو پرته يوه پېچلې مسله ده. موږ چمتو يو،چې په پاکستان کې افغان کډوال وپېژنو او راجستر يې کړو او هغوی ته پاسپورتونه ووېشو او له پاکستان څخه يې غوښتنه وکړه، چې دوی ته په پاکستان کې د ويزو ورکولو زمينه برابره کړي. دمتحده ايالاتو پلاوي ژمنه وکړه، چې دکډوالو دستونزو دحل پلاره به خپلو هر اړخيزو هڅو ته دوام ورکوي.په دې ناسته کې دمتحده ايالاتو دکډوالو ادارې د اسيا سيمه ييز رئيس هم شتون درلود.

Latest news

BACK TO NEWS