دپناه غوښتونکومرستيالې په کابل کې د امريکا د کډوالۍ اسيا برخې له مسؤلې سره وليدل 

sadam_morr
Sat, Nov 16 2019 3:31 PM
4

د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې د لړم په ۲۲مه د امريکا د کډوالۍ د اسيابرخې له مسؤلې  اغلې ايميلي مستيتکسی سره په يونان کې د افغان کډوالو وضعيت، کډوالو لپاره دامريکا د پلان شوو مرستو او د يونان څخه د افغان کډوالو په راستنېدو خبرې اترې وکړې.

اغلې ايملي مستيتکي په دغه ليدنه کې اعلان وکړ،چې د امريکا متحده ايلات به ډېر ژر د افغانستان سره ۶ ميليونه ډالره مرسته وکړي او دغه مرستې به دنړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د افغان کډوالو وضعيت ښه والي په موخه ولګول شي.

د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې د امريکا متحده ايالاتو مرستو دمننې ترڅنګ په دې ټينګار وکړ چې غوره به وي  چې ځانګړې شوې مرستې د راستنېدونکو د  برنامې په څېر  له سولې وروسته دنور برنامو اړوند په لومړيتوب کي وي.

 

Latest news

BACK TO NEWS