کډوالو چارو وزارت بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د رسېدنې په موخه د ۲ميليونه يورو په ارزښت يو هوکړه ليک لاسليک کړ

sadam_morr
Mon, Oct 07 2019 11:54 AM
وزارت امور مهاجرین یک تفاهمنامه دو میلیون یورویی را به منظور رسیدگی به بیجاشدگان و عودت کنندگان به امضا رساند
دغه هوکړه ليک چې ۲ ميليونه، ۷۷۷ زره او ۷۷۸ يورو کېږي د تېرې شنبې په ورځ د تلې په ۱۳مه دکډ‌والو چارو وزارت او دماشوم ساتنې نړيوالې ادارې ترمنځ لاسليک شو. دکډوالو چارو وزارت دپلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبار او د ذکر شوې موسسې د مسئول له لورې لاسليک شو. د ياد هوکړه ليک موخه په بلخ او کندز ولايتونوکې ۶۰۰ داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د استوګنيځو شرايطو برابرولو،دماشومانو حقونوته د عادلانه لاس رسي زياتوالی او د بېځايه شوو، راستنېدونکو ماشومانو روغتيايي او تغذيي خدمتونو ته لاس رسی ياده شوې. په دغه هوکړه ليک کې د ثبت شوې پروژې بوديجه د المان د بهرنيو چارو وزارت له لورې ورکول کېږي. دماشومانو د ساتنې اداره د يادې پروژې پلي کولو او فعاليتونو څخه وزارت ته راپور ورکوي اودغه وزارت ته د پروژې څخه د څارنې زمينه برابره وي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS