د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

anwari_morr
Thu, Oct 22 2026 11:10 AM
-

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان کډوالو له استازو سره د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې لپاره د وړ تګلارې موندلو په اړه خبرې وکړي.
د مهاجرینو چارو وزارت ژمن دی، چې د کډوالو حقونو خوندیتوب، د هغوی ستونزو حل او له کوربه هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا لپاره لازمې هڅې وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS