د سرحدي سيمو د خلکو او د نشه يي توکو پروړاندې د مابرزې کمېټې ناسته په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې په مشرۍ د سرحدي سيمو د خلکو او د نشه يي توکو پروړاندې د مابرزې کمېټې ناسته تېره ورځ د وږي په ۲۳مه ترسره شوه.
ددغې ناستې موخه، چې دبهرنيوچارو ، کورنيوچارو، ماليې، کار او ټولنيزو، د نشه يي توکو پروړاندې دمبارزې، ملی دفاع وزارتونو، د چارو د ادارې عمومي رياست او د تدارکاتو اوشمېرنې ملي ادارو د استازو په ګډون جوړه شوې وه په ايران کې دمېشتو ۷۰۰ زرو افغان کډوالو د پېژندپاڼو د پېژندلو چې تر اوسه يې هويت نه و معلوم جوړه شوې ده.
په ياده ناسته کې د هويت پېژندنې د ګرځنده ټيمونو د پرميکانيزم او د يادو کسانو د هويت پېژندنې پرکړنلاره او د ضرورت وړ وسايلو او بوديجې او د اړونده ټيمونو غړوته د ويزې د برابرولو په اړه معلومات ورکړل شو.
د يادو ادارو استازو د چمتو والي يادونه وکړه، چې د ټيمونو د لګښتونو د برابروالي او دبوديجې د پېژندلو لپاره به بېلابېلې ناستې ترسره او وروستۍ پايلې به يې راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.
