د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ښاغلی ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس ښاغلی عرفات جمال سره وکتل.

anwari_morr
Tue, Sep 29 2026 8:03 AM
-
د ناستې په پیل کې ښاغلي ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې همکاریو او په افغانستان کې د بشري مرستو په موخه حضور ته لومړیتوب ورکوي.
ښاغلي مارکلي وویل، چې د سویس پراختیايي او د همکاریو دفتر د ملګرو ملتونو له ادارو سره افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو په برخو کې ګډ کار کوي.
نوموړي په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حللارو په برخه کې له همکارۍ یادونه وکړه او د راستنو شویو په چارو کې یې په همغږۍ ټینګار وکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر ایریک مارکلي او عرفات جمال ته ښه راغلاست وویل او راستنو شویو ته د مرستو رسولو له کبله یې د هغوی د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت راستنو شویو ته د بېړنیو خدماتو تر څنګ ورته د دایمي سرپنا په برخه کې هم مرسته کوي او هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د کډوالۍ موضوع په دایمي ډول حل شي.
محترم وزیر په بشري برخو کې د نړیوالو مرستو پر اړتیا خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې مرستندویه بنسټونه دې د کډوالو لپاره د ځانګړو شویو ښارګوټو په ابادولو کې ونډه واخلي.

Latest news

BACK TO NEWS