مهاجرینو چارو وزارت کې د شاوخوا ۴ میلیونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

anwari_morr
Mon, Sep 28 2026 12:50 PM
-

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د ډنمارک کډوالو ټولنې سره د ۳میلیونه ۹۲۶ زره او ۳۹۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه پیسې به په کابل، غزني، میدان وردګو، پروان، کندهار، زابل، هرات، فراه، ننګرهار، کونړ او نورستان کې ۴۸ زره او ۶۴۹تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د نغدي مرستو، حقوقي، رواني او ټولنیز ملاتړ او د اوبو رسولو سیسټم بیا رغونې په برخو کې مصرفېږي.

یاد وزارت د راستنو شویو او بېځایه شویو د ژوند ښه والي، اړتیاوو پوره کولو او هر اړخیز ملاتړ له امله له ټولو ملي او نړۍوالو بنسټونو مننه کوي.

Latest news

BACK TO NEWS