کډوالو چارو وزير د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې پروګرامونو په لا ګټورتوب ټينګار وکړ

sadam_morr
Sat, Sep 14 2019 8:41 AM
وزیر امور مهاجرین به موثریت بیشتر برنامه های اشتغالزایی برای برگشت کنندگان تاکید کرد

 

د کډوالو او رذاستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) د رادا پروژې له مسولې آغلې کرستينا همسترا سره په ناسته کې په دغه پروژه کې د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې پروګرامونو په لا ګټورتوب ټينګار وکړ

نوموړي زياته کړه، چې د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې پروګرامونو کټورتوب ددې لامل کېږي، په کور دننه د هغوی د ښې ځای پر ځای کېدنې زمينه برابره او راستنېدونکي بيا کډوالۍ ته مخه نه کړي.

رادا د اروپا يي ټولنې په ملاتړ هغه پروګرام دی، چې پر بنسټ يې راستنېدونکو ته د کار زمينه برابرېږي، دغه پروګرام د کډوالو چارو وزارت رهبري کوي او د کډوالۍ نړيوال سازمان يې پلی کوي.

د کډوالو چارو وزير راستنېدونکو لپاره ددې پرو ګرام د ګټورتوب په موخه د کډوالۍ له نړيوال سازمان څځه غوښتل، چې د تدارکاتو په برخه کې له کډوالو چارو وززارت سره خپله همغږي زياته او اداري لګښتونو ته پاملرنه وکړي.


د کډوالۍ نړيوال سازمان  رادا پروژې مسولې ژمنه وکړه، چې د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ به د رادا پروژې په پلي کولو کې لازياتې هڅې وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS