په سپيدار ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ ادا شو

anwari_morr
Wed, May 27 2026 11:29 AM

په سپيدار ماڼۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبر په ګډون د لوی اختر لمونځ ادا شو. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسوولینو، په کابل کې د مېشتو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو، علماوو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.
تر لمانځه وروسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپله وینا کې ټولو هېوادوالو او مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وویله او د مسلمانانو ترمنځ یې پر یووالي ټینګار وکړ.
هغه په کابل کې له مېشتو ډیپلوماتانو او سفیرانو مننه وکړه او ویې ویل، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او په اقتصادي همکاریو تمرکز لري.
د نوموړي پر وینا، چې با ثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی او تلپاتي ثبات ته د رسېدو لپاره په کور دننه د ملي اقتصاد د پياوړي کولو، د بېکارۍ د راکمولو او کورني صنعت د پراختیا لپاره هڅې روانې دي. د هغه پر وینا، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، مشروع ګټو او عدم مداخلې سیاست مخې ته وړي.
نوموړي وویل، چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د اسلامي امارت له لوري چمتووالی نیول شوی؛ خو د کارموندنې، دایمي مېشتېدنې، او روغتیا په برخو کې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

Latest news

BACK TO NEWS