د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Mon, Apr 20 2026 4:31 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان او تعلیمي زنان و خدمات اجتماعي زنان افغانستان موسسو سره د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
دغه پیسې به په کابل، هرات، فراه، بادغیس، غور، کندز، بغلان، ننګرهار، کونړ، لغمان، زابل، کندهار، غزني او پکتیا کې ۳ زره ۸۲۹ کورنیو او۱۸ زره ۳۱۱ بېځایه شویو، تنو راستنو شویو او کوربه ټولنو ته د نغدي مرستو، زده‌کړو، د کوچنیو او منځنیو تجارتونو ښه‌والي، د کورونو په رغوولو او جوړولو، د اوبو رسولو شبکو او اوبو رسولو خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې مصرف شي.

Latest news

BACK TO NEWS