په ننګرهار کې تر سلو زیاتو تازه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
Mon, Mar 16 2026 9:30 AM
_

 ننګرهار ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشري تللي پلاوي د روانې جګړې له امله د بېځایه شویو ۱۴۰ کورنیو ارزونه کړې او پر هغوی یې د دغه وزارت له لوري د نغدي او جامو مرستې وویشلې.  
د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست د راپور له مخې، دغه کورنۍ له دوربابا، نازیان، مهمند، دره او لعل پور ولسوالیو څخه د اوسنۍ جګړې له امله بېځایه شوې دي.
یادو کورنیو ته ۴۷۵ زره افغانۍ نغدې او لس جوړه ښځینه جامې ووېشل شوې.
دغه مرستې، د روانې جګړې له امله، بېځایه شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه وړاندې شوې.
د افغانستان اسلامي امارت له کډوالو او بېځایه شویو کورنیو څخه تلپاتې ملاتړ ته ژمن دی.

Latest news

BACK TO NEWS