د بېځايه شوو او راستنېدونکو اجرايوي کمېټې ناسته په اجرايه رياست کې ترسره شوه

sadam_morr
Sun, Sep 01 2019 8:45 AM
جلسه کمیتۀ اجرایی عودت کنند گان و بیجاشدگان در ریاست اجرائیه برگزار شد


دغه ناسته د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د تېرې سه شنبې په ورځ د وږي په ۵مه د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د کډوالۍ په برخه کې د يو شمېر مل او نړيوالو بنسټونو  په شتون کې ترسره شوه.

د کډوالو چارو  وزير د راپور  پر بنسټ چې حکومت د بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د ژمنيو مرستو زمينه برابره کړې، د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې ، چې وړاندې شوې په ټلو هېواد کې نږدې ۹۵ زره بېځايه شوې او راستنېدونکې کورنۍ شتون لري او په پام کې ده چې ۱۳ زره کورنيو سره د نړيوالو مسسو او ۲۵ زره کورنيو سره د حکومت له لورې مرستې ترسره شي. همدارنګه د پاتې ۶۵ زره کورنيو سره د مرستې لپاره هم هڅې روانې دي.

د ناستې په پای کې په افغانستان کې د پېځايه شوو او راسیتنېدونکو کورنيو  لپاره د امريکا دولت له لورې د ۱۲۵ ډالرو له ځانګړي مرستې مننه هم وشوه .

 

Latest news

BACK TO NEWS