د کډوالو وزارت د دفتر رییس د تورخم انتقالاتو آمریت او د کډوالو د راستنیدو پروسه څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
Sat, Oct 04 2025 8:57 AM
-
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د تلې په ۱۰ مه د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د تورخم د انتقالاتو آمریت او له پاکستان څخه د کډوالو د راستنیدو پروسه څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې له ښاغلي بنوري سره د تورخم د انتقالاتو امر ملا محمد خالص هم ملتیا کوله، د راستنېدونکو وضعیت څخه یې له نږدې لیدنه وکړه، له هغوی یې پوښتنې وکړې او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
نوموړي له دولتي او همکارو بنسټونوغوښتنه وکړه، چې له کډوالو سره نیک چلن وکړي او د هغوی کارونه پرته له ځنډ خلاص کړي.
د دفتر رییس همداراز د کډوالو لپاره له روغتیايي مرکزونو هم لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS