د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د چین د "نجات آسمان آبي" مؤسسې له استازي سره لیدنه وکړه.

anwari_morr
Thu, Sep 25 2025 8:49 AM
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد، د چین د "نجات آسمان آبي" مؤسسې له استازي ښاغلي زینک یوپو سره په خپل دفتر کې ولیدل.
محترم راشد د هغه هرکلی وکړ او د چین هېواد د مرستو څخه د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د طبیعي پېښو له زیانمن شویو کسانو سره د مرستو له امله قدرداني وکړه.
همدارنګه، د وزارت مسلکي معین اړینې لارښوونې وړاندې کړې او له یادې مؤسسې څخه یې د بېوزلو او تازه راستنېدونکو مهاجرینو سره د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي زینک یوپو د افغانستان په ختېځ کې له وروستۍ زلزلې زیانمن شویو کسانو سره د خپلې مؤسسې د مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او په راتلونکې کې یې د مهاجرینو سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS