د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له څو تنو علمای کرامو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل .

anwari_morr
Mon, Sep 08 2025 11:58 AM
_
د پوهنتون حاضرو استادانو او علمای کرامو د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو او زلزه ځپلو هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په ستایلو سره وویل، چې افغان ولس د اړمنو په لاس نیوی سره، خپل یووالی او له حکومت سره همکاري ثابته کړه.
دغو علماوو او د پوهنتون استادانو د ټولنې د فرهنګي ودې او ځینو شته ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
همدارنګه حاضرینو په نیمروز کې له ایران سره په پوله د افغان راستنېدونکو د وضعیت او د ایران په خاروه کې د راتګ پر مهال د مهاجرینو پر مخ د خنډونو او شته ستونزو په اړه د افغانانو شکایتونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او د پوهنتون استادانو ته د ښه راغلاست په ویلو سره په علمي او اصلاحي برخو کې د هغوي د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د راستنېدونکو او اړمنو افغانانو لاس نیوی د اسلامي امارت د چارو یوه مهمه برخه ده او له نیکه مرغه اسلامي نظام د ولس په ملتیا توانیدلی چې زلزله ځپلو او راستنېدونکو ته مناسب خدمتونه ورسوي.
محترم مولوي عبدالکبیر شوي وړاندېزونه مهم وبلل او یادونه یې وکړه، چې اسلامي نظام د علماوو او ولس مشورو ته اړتیا لري.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS