هرات کې ۹۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د اکرو در موسسې له لورې د هرات ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره د غيرې خورکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ دوري په ۱۹مه هرې کورنۍ ته ۳ دانې کمپلې، دپخلنځي مکمل سامان الات او دکور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه.