پاکستان څخه په سلګونو جبري راستنې شوې کورنۍ د کمېټو له خدمتونو برخمنې شوې

sadam_morr
-

 د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د عالي کمېسيون د ګومارل شوو کمېټو د معلوماتو له مخې، د هېواد په پولو کې ٥٢٢ کورنۍ د ګومارل شوو کمېټو له خدمتونو څخه برخمنې شوې.

 د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او پکتیکا ولایتونو له فرضي کرښو څخه ۲۵۵ کورنۍ، چې ۷۲۹ جبري راستنېدونکي پکې شامل وو، د کب په ۲۰ مه نېټه د پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته وشوه.

 ۳ کورنۍ چې ۲۶ تنه کیږي  خپلو اصلي ځایونو ته انتقال او کرایه ورکړل شوې، ۱۴۶ کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه، ۱۱۸ کورنۍ لنډ مهاله کمپ کې ځاي پر ځای شوې، ۴۱۱ سیم کارتونه، د خوراکي توکو چمتو شوې کڅوړې، د څښاک اوبه، ژمنۍ جامې د یادو ولایتونو په فرضي کرښو کې د ګومارل شوو کمېټو له لوري ووېشل شوې.

همدا رنګه  يادو شويو کورنيو ته د اطلاعاتو او امربالمعروف او نهی عن المنکر کمېټو لخوا د نوم ليکنې، لېږد، مالي مرستو، د لنډ مهاله استوګنې او د هېواد پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.

 لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل وپېژندل شول او د چاودیدونکو توکو، نظافت ساتنې او عمومي پوهاوي په اړه راستنیدونکو ماشومانو ته معلومات ورکړل شول او دوی ته د رواني روغتیا په موخه د لوبو وسایل ورکړل شول.