جوزجان کې له ۱۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه
په جوزجان ولایت کې د کب پر ۱۹ مه نېټه په ۱۵۰ راستنو شوو کورنیو د خوارکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یادې شوې کورنۍ مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو د ادارې له لوري اړمنې پېژندل شوې وې.
یاده شوې مرسته ۵ ډوله خوراکي توکي چې د ثمرقند د خدماتي او اجتماعي مؤسسې له لوري وو، چې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې یادو شوو کورنیو ته ووېشل شوه.
د یو بل خبر له مخې ۴۰۰ تنو ماشومانو ته د جوزجان ولایت د خانقاه ولسوالۍ کې یوه بسته ژمني کالي، د ثمرقند خداماتي او اجتماعي مؤسسې له لوري هم ووېشل شول.