د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، یو شمېر کارکوونکو لپاره د قرآن کریم د تجوید ځانګړې روزنیزه برنامه پیل شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۵۰
-
نن یکشنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د حمل میاشتې په ٢٤مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ١٥ تنو ته د قرآن کریم د تجوید درې میاشتنی ځانګړی روزنیز پروګرام پیل شو.
په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وو، د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي محمد جان خدرخېل وویل:
موږ ټول مکلف یو چې قرآن کریم له ټولو احکامو سره سم زده کړو او خپلې ستونزې د دې مقدس کتاب او د مبارک دین اسلام د لارښوونو له مخې حل کړو.
ښاغلي خدرخېل ګډونوالو ته په ورځني ګډون او د تجوید د زده کړې په سمه طریقه ټینګار وکړ.
ګډونوالو هم د دې ډول پروګرامونو له جوړېدو خوښي وښوده او دا یې د قرآن کریم د لا ښه زده کړې لپاره ګټور وباله.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته