د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو عالي کمېسیون اړوند د اسکان موقت کمېټي له سرپرست مولوي نصرت الله طلحه سره وکتل.

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۲۰:۵
-

د یادې کمیټي چارې او مسوولیتونه چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت پر مخ وړي، د کمیټې سرپرست د خپلو کړنو راپور له محترم وزیر سره شریک کړل، ښاغلي طلحه وویل چې د اړتیا وړ خیمې او نور توکي په پولو کې د مهاجرینو لنډمهاله ښارګوټو ته رسول شوي او د اسکان موقت کمېټه د لاډېرو امکاناتو پر چمتو کولو لګیا ده.
محترم مولوي عبدالکبیر مهاجرینو ته د لنډمهاله استوګنیزو ښارګوټو چمتو کولو اړین وبلل او په دغو ښار ګوټو کې یې د ستونزو پر حل ټېڼګار وکړ.
ښاغلي وزير زیاته کړه، چې امارتي ادارې همکارۍ ته تیارې دي او د اړتیا په صورت کې شونې ده چې ترې مرسته وغوښتل شي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت په ټول توان د مهاجرینو لپاره کار کوي او د کډوالو لپاره جوړ شوی عالی کمېسیون کافي امکانات په لاس کې لري.
د ناستې پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د چارو د سمون په موخه د اسکان موقت کمیټې سرپرست ته ځينې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته