د وزارت محترم مقام د لارښوني پر اساس ددغه وزارت بیا ځلې میشتېدنې ریاست ريېس مولوي شکرالله شاکر په مشرۍ یو پلاوي بدخشان ولایت ته لیږل شوي.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۹:۳۴
-

د پلاوي موخه په یاد ولایت کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې د رامنځ ته شویو تلفاتو دقیق ارقام معلومول، د شهیدانو له کورنېو سره غمرازي، مرسته او همکاري ده.
یاد پلاوې پرون ٤١٠٣/٣/١ نیټه د بدخشان ولايت له محترم والي محمدايوب خالد سره د ياد ولایت په مقام کې ناسته وکړه.
ښاغلي محمدخالد ايوب پلاوې ته ښه راغلاست ووایه او د وزارت له رهبري څخه یې قدرداني وکړه.
 ورپسې د پلاوې مشر مولوي صاحب شکرالله شاکر د ناستې ګډونوالو ته د  وزارت د رهبري پيام وړاندې کړ او د مرستو د توزیع په برخه کې يې لازم تصميمونه ونيول.
په ورته ورځ د پلاوي مشر او مل ټيم یې د یاد ولايت په ارګو او درايم ولسواليو کې سيلاب ځپليو او د شهداوو له ورثه ؤ سره د وزارت د محترم مقام په نمايندګۍ غم شريکي وکړه او د وزارت محترم مقام پيام يې د يادو ولسواليو اوسېدونکو ته وړاندې کړ.
په پاې کې ٥٥ سيلاب ځپليو کورنيو له هرې کورنۍ سره ١٠ زره افغانۍ نغدي او یوه اندازه خوراکي توکو مرسته وشوه.
 همدارنګه د ياد ولایت ریاستونو د ريېسانو تر څارنې لاندې ٤ سیلاب ځپلو شهیدانو له هرې کورنۍ سره ٣٠ زره افغانۍ نغدې او خوراکي توکو مرسته وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .

بېرته خبرونه ته