د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
-

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې معلومات راټول کړي دي.

د ښاغلي لیمارکي په وینا چې د راستنو شویو د مېشتېدنې په موخه د نړیوالو بنسټونو او د اسلامي امارت د ادارو ګډ کار ته اړتیا ده او یادونه یې وکړه، چې دا مهال د ملګرو ملتونو بنسټونه زرګونو اړمنو کورنیو ته مرسته رسوي او اړتیا ده چې دغه لړۍ پراخه شي.

نوموړي د خبرو پر دوام څرګنده کړه، چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو اړتیاو ته پام وکړي او یادونه یې وکړه، چې یوناما چمتو ده، څو د راستنو شویو د ستونزو د حل په برخه کې له اسلامي امارت سره په تخنیکي برخو کې همکاري وکړي. ښاغلي لیمارکي په بشري برخو کې پر ګډ کار ټېنګار وکړ او ځينې وړاندېزونه یې شریک کړل.

محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه.

محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو ستونزو ته د رسیدنې په موخه ګڼو ادارو ته دندې سپارلې دي او اسلامي امارت د یوناما د همکاریو او مرستې هرکلی کوي.

د محترم وزیر په وینا چې زرګونو راستنو شویو کورنیو ته د مرستې رسولو لړۍ روانه ده او د مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه یې وکړه.

دغه راز محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې د زرګونو داخلي بیځایه شویو کورنیو د لېږد لپاره پلان د عملي کېدو په حال کې دی.

د ناستې په پای کې محترم وزیر زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د ادارو د کار لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي او د یوناما وړاندېزونه یې مهم وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

بېرته خبرونه ته