د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
-

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي د چارو په اړه خبرې وشوې او د سیمې د اوسېدونکو وړاندیزونه شریک شول. په پیل کې راغلیو مشرانو کونړ ته د راستنو شویو او کډوالو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل، چې ګڼې کورنۍ دایمي سرپناه ته اړتیا لري. هغوی زیاته کړه، چې اسلامي امارت د پشد په سیمه کې د یوه استوګنیز ښارګوټي رغولو  پلان لري او وړاندیز یې وکړ، چې د سیمې کډوالو ته دې پکې د استوګنې ځمکې ورکړل شي. همدارنګه دغو مشران له محترم وزیر سره د ولس وړاندیزونه شریک کړل. محترم مولوي عبدالکبیر راغلیو مشرانو او قومي مخورو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې راستنېدونکو ته په مناسبو سیمو کې ښارګوټي په  نظر کې نیول شوي او هڅه کېږي، چې د اړمنو ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي. د نوموړي پر وینا، چې اسلامي امارت پر راستنېدونکو سربېره داخلي بېځایه شویو ته هم اړینې مرستې لېږلې دي او د لا ډېرو مرستو د رسولو هڅې کېږي. ښاغلي وزیر د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د اوسېدونکو وړاندیزونه د غور وړ  وبلل او ویې ویل، چې په اړه به یې له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي او د حل لارې چارې به یې ولټوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

بېرته خبرونه ته