د وزارت د راستنېدنې رئیس په افغانستان کې د IFRC موسسې له عملیاتي مدیر او د سرې میاشتې رئیس سره ولیدل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۵:۲۴
-

د مهاجرینو چارو د راستنېدنې او تازه یوځای کېدنې رئیس مولوي شاکرالله شاکر د سرې میاشتې رئیس محمد صالح اخوند زاده او د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړۍوال فدراسیون عملیاتي مدیر ښاغلي راد الحدید سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ له پاکستان څخه په جبري توګه راستنېدونکو ته د بشري مرستو په وړاندې کولو بحث وشو.
ښاغلي شاکر د اجباري راستنېدونکو شمېر چې له نارسمي پولو څخه هېواد ته راستنېږي له هغوی سره شریک کړ او ویې ویل:
تراوسه زرګونه کورنۍ له نارسمي پولو څخه راستانه شوي او ښايي راتلونکی کال په دې شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي.
ښاغلی راد الحدید له پاکستان څخه په جبري ټوګه د راستنېدونکو په برخه کې د ښه مدیریت له امله د اسلامي امارت د رهبرۍ او مهاجرینو چارو وزارت هڅې وستایلې او په راتلونکي کې یې د خپلو ملاتړو په همکارۍ د مرستو د وړاندې کولو ژمنه څرګنده کړه.
دغه راز جانبین هم پر همغږۍ او لا نورو مرستو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د داخلي بې ځایه شوو وضعیت ته د رسیدنې رئیس مولوي سردار شیرزاد هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه. . .

بېرته خبرونه ته