د مهاجرینو وزارت کې د سلګونو حج غوښتونکو د پچه اچونې مراسم ترسره شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۲۶
-

په ایران، پاکستان او نورو لوېدیځو هېوادونو کې د مېشتو ۶۰۰ کډوالو چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره یې نوملیکنه کړې وه، په مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت کې یې د اړوندو برخو د استازو په شتون کې د پچې اچونې مراسم ترسره شول.

دغه پچه اچونه د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني، مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، مرکزي رئیسانو او د چارو ادارې د استازو په شتون کې د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

د وزارت مالي مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په دې مراسمو کې وویل: نن موږ د یوې لویې غونډې شاهدان، یو چې په هغه کې د داسې الهي فریضې د قره کشۍ مراسم کېږي چې پر مسلمانانو فرض شوې ده، په تیرو څلورو لسیزو کې افغان مهاجرین له دې فریضې څخه یې برخې وو، خو د اسلامي امارت له راتګ سره دا درېیم کال دی، چې د مهاجرینو ونډه ځانګړې کېږي او زمینه ورته برابره شوې ده.

دغه راز ښاغلي خروټي د حج او اوقافو له وزارت څخه د مهاجرينو د شمېر په پام کې نيولو سره د افغان مهاجرينو لپاره د حج د سهیمې د زياتوالي غوښتنه څرګنده کړه.

د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او له سکتوري ادارو او د حج او اوقافو له وزارت څخه یې وغوښتل چې د حاجیانو د پاسپورټونو او تذکرو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: هيله لرو چې د سعودي عربستان له خوا د زیاتې ونډې په ترلاسه کولو سره به د مهاجرينو برخه هم زياته شي، ترڅو هغه مهاجرين چې کلونه کلونه له دې فریضې څخه بې برخې دي خپل ارمان پوره کړي او د حج د فريضې د ادا کولو وړ وګرځي.

د مرستو د همغږۍ رییس شیخ عبدالرحمن رحماني هم په دې اړه وینا وکړه او ویې ویل: حج ته تلل نیکمرغي ده او خدای تعالی دې موږ ته دا وس راکړي، چې د خدای کور ته د تلونکو مهاجرینو  رښتیانی خدمت وکړو.

د ثبت شویو کسانو له جملې څخه له پچه اچونې وروسته، ۲۷۰ تنه په ایران، ۳۰۰ تنه په پاکستان او ۳۰ تنه د نورو لویدیځو هیوادونو مېشتو مهاجرینو اسناد د نورو پړاوونو لپاره حج او اوقافو وزارت ته معرفي کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۲۰:۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

 
په دې ناسته کې چې د مهاجرینو چارو مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني او د وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړي وو، له ایران څخه د افغان راستنېدونکو د لړۍ د ارزول شوي حالت او حل. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم او علمای کرامو سره وکتل.

 
په دې ناسته کې چې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد ابراهیم سعید سربــېره شیخ محمد اسماعیل، شیخ محمد فقیر محمدي او شیخ عبدالغني هم حضور لرلو، د کابل د جهادي مدرسې محترم. . .

بېرته خبرونه ته