د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

 

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، د « انجنیرۍ برخې لپاره د دفتر د وسایلو، موکیت او د وزارت د دفترونو لپاره د بېلابېلو اجناسو د پېر او تدارک قرارداد د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره» په بیع مؤجل ډول د سید قیام مظفري لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز نمبر ۶۹۰۲۲ دی، چې د کابل ښار ۱۳مې ناحیې په دشت برچي، رضايي سنتر کې موقعیت لري، د ۷۸۶,۲۱۴ (اووه سوه شپږ اتیا زره او دوه سوه څوارلس) افغانیو په ټولیز قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له د دې اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او د خپلو دلایلو سره یوځای، د د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصل‌آباد، جنگلک فابریکې شاه ته موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځه پنځوسمې مادې له احکامو سره سم وړاندې کړي.

یاد اعلان د قرارداد د لاسليک معنی نه‌لري او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ نه‌شي او قانوني کړنلارې پوره نه‌شي، قرارداد به نهایي نه‌شي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۳
Background image

اطلاعیه

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت موبل فرنیچر کود بند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۳
Background image

اطلاعیه

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت د فاضلابو  تصفیې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

د داوطلبۍ اعلان!

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو کسانو ته بلنه ورکوي، چې په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې د وزارت د دفترونو لپاره د د اړتیا وړ موبل فرنیچر، کوټ بند او بوټ دانۍ د تدارک په . . .

Back to tenders