د دواطلبۍ اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
موضوع: د ۱۴۰۴ مالي کال ژمي لپاره د وزارت دفترونو د ګرم کولو په موخه د مایع گازو چمتو کول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د مرکزي ادارو د ۱۴۰۴ مالي کال ژمي لپاره د وزارت د فترونو د ګرمولو په موخه د د مایع ګاز د چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې دې په فلش ډسک له لارې د تدارکاتو آمریت څخه یا د ملي تدارکاتو ادارې له ویبسایټ څخه په وړیا توګه تر لاسه کړي.
خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د شنبې ورځې د ۲۶/۷/۱۴۰۴ نېټې سهار ۱۰ بجو پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته، چې کابل ښار د واصلآباد سړک او د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري وسپاري. بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه ۳۷۰۰۰ (اووه دیرش زره) افغانۍ دی او د وړاندیزونو پرانیستنې غونډه به د شنبې په ورځ، د ۲۶/۷/۱۴۰۴ نېټه، سهار ۱۰ بجې د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.