د لسګونو میلیونو افغانیو او ډالرو په ارزښت د همکارۍ شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Tue, Jan 14 2025 2:23 PM
-

له اکټیډ، د بشري سولې رامنځته کوونکو، د ترحم لښکر، د بشري مرستو همغږۍ، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو او د پېاوړتیا او عدالت غوښتنې موسسو سره د ۸۸ میلیون ۲ سوه ۲ زره او ۷۹ افغانۍ او ۸ سوه ۱۴ زره او ۳۹ ډالرو په ارزښت د همکارۍ شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دغو هوکړه لیکونو له مخې دغه موسسې به پورتنۍ پیسې په کابل، ننګرهار، هرات، کندوز، میدان وردګ، کندهار او بلخ ولایتونو کې د پليو لارو جوړولو، د اوبو رسونې شبکو، د بریښنا سیستم، د استنادي دیوالونو جوړولو، ښوونځي، ګلخانو، د اوړۍ اوبدلو وسایلو وېش، د شاتو مچیو، نغدي مرستو ملاتړ، خوراکي توکو، د ماشومانو بیامېشتېدنې، د ۴ ټولنیزو مرکزونو ملاتړ، د کار په بدل کې پیسو، د خوارځواکۍ د کڅوړو وېش  او د بڼوالۍ د وسایلو په برخو کې لګوي.
دا هوکړه لیکونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج عبدالرحمن راشد او د پورته موسسو د استازو له لوري لاسلیک شول.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS