خوست، غلام خان فرضي کرښه کې مهاجرینو لپاره د ښه راغلاست مرکز جوړېږي

anwari_morr
Wed, Feb 07 2024 10:32 AM
-

تېره ورځ د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني خوست، غلام خان فرضي دروازې څخه د لیدنې پرمهال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ددغه دفتر د بنسټ ډبره کېښوده
په یادو مراسمو کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وویل، د پسرلي په رارسېدو سره ښایي د راستنېدنې لړۍ لا چټکه شي او له مهاجرینو سره د ګاونډیو ناسم چلند ته په کتو اړینه ده، چې مونږ هراړخیز چمتوالی ولرو
په پام کې ده، چې په دغه مرکز کې به د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ثبت او تثبیت دفتر، کلینیک، انتظار خوني، تشنابونه، لنډمهاله میشت غالی او نورې اړیني اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو په دغه لار هېواد ته راستنېدونکي مهاجرین له خپلو حقوقو برخمن او له ستونزو سره مخ نشي

Latest news

BACK TO NEWS