له پاکستان څخه سلګونه مهاجرین په جبري توګه راستانه شول

۸۱۳ تنه افغان مهاجرین د لېندۍ پر ۲۷مه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار د سپین بولدک آمریت د راپور له مخې ۶۰ کورنۍ چې ۳۱۰ تنه وو او ۵۰ تنه له بنده ازاد شوي کسان له یادې پولې څخه په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبت کېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال سازمان او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
د ګومارل شوې کمېټې لهخوا پر هرې کورنۍ لس لس زره افغانۍ مرسته وویشل شوه.
همدا راز ۸ تنه بې سرپرسته ماشومان د MPO موسسې ته د مرستو په موخه ور وپېژندل شول.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت د تورخم آمریت د معلوماتو پر بنسټ ۸۹ کورنۍ چې ۴۵۳ تنه وو د تورخم له لارې په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي.
د تورخم د آمر په وینا راستنېدونکي په ګومارل شوو کېمټو کې له ثبت کېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.