په يوشمېر ولايتونو کې له يوولس زره زياتو کورنيو سره مرستې شوي

anwari_morr
-

۱۱ زره او ۸۵ اجباري راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو  سره  دليندۍ له ۱۱ مې تر ۱۶ مې نېټې په ۱۶ ولايتونو کې د مهاجرينو وزارت ددوېمي واحدونو له لوري مرستې تر سره شوي.

په يادو مرستو کې،په بلخ، سمنگان، سرپل، ننگرهار، هرات، جوزجان، بغلان، قندهار، فراه،ميدان  وردک، خوست، هلمند، غزني، لغمان، لوگراوکاپيسا ولايتونو کې له هرې کورنۍ سره د يادو ولايتونو دمهاجرينو د ادارو او نړۍ والو همکارو بنسټونو له لوري د نغدي مرستو، خوراکي او  روغتيايي کڅوړې، شېدې لرونکي وزې، ژمنۍ البسه، د وړيو اوبدلو ماشېنونه او سولر تختې وېشل شوي.