د قومونو د یووالي هڅې: د ځدراڼو، مېزایو قوم ګډه شورا رامنځته شوه

sadam_morr
Fri, Sep 29 2023 10:52 AM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني له لورې د قومونو ترمنځ د شخړو خلاصولو پر دوام د پکتیا ولایت، ګردې څېړۍ او شواک ولسوالیو اړوند د ځدراڼو، مېزایو قوم ګډه شورا رامنځته شوه ددغه شورا د طرزالعمل له مخې یاده شورا د مېزایو قوم له مخورو، علماو او متنفذینو څخه تشکیل شوې، چې مشري یې د مرحوم حقاني صیب کورنۍ ته سپارل شوې ده د یاد طرز العمل له مخې شورا به هره وړه او لویه ستونزه د اسلامي شریعت سره سم، په سولییزه او عادلانه توګه حل کوي، د شورا پرېکړې به ټول قوم مني او هرڅوک چې په کومه شخړه کې مجرم ثابت شي، عدلي او قضایي ارګانونو ته به سپارل کېږي د یادونې وړ ده، چې د افغاني دود له مخې د نورو پښتنو قومونو په څېر د ځدراڼو قوم هم ډېرې شخړې د جرګو او مرکو له لارې حل کېږي، چې یاده شورا به د دولت او ملت ترمنځ پول او د شخړو د خلاصون په برخه کې مثبت رول ولري

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS