د مهاجرينو چارو وزارت او (GALLO) موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
Tue, Jun 13 2023 2:43 PM
-

د مهاجرينو چارو  وزارت او زرغون افغانستان د کرنې او مالدارۍ (GALLO) موسسې ترمنځ د غبرګولي په (۲۳) مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.
د ياد هوکړه ليک  مالي لګښت (۳۰) زره او (۳۲۲) امريکايي ډالره دی، چې له مخې به يې په کابل کې (۱۰) زره کورنيو سره د خوراکي توکو په برخه کې مرستې کېږي.
ياد هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يادې موسسې د استازي ترمنځ لاسليک شو.

Latest news

BACK TO NEWS