ګڼو ولایتونو کې زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

روانه اونۍ په کابل، بغلان، ننګرهار، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې له ۶ زره ۲۷۲ کورنیو سره د خوراکي، نغدي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د یاد وزارت د دویمو واحدونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو موسسو او بنسټونو له لوري، کابل کې له ۱۰۵ کورنیو سره یو میلیون ۱۰۲ زره ۵۰۰ افغانیو، ننګرهار کې ۳ زره ۱۱۸ کورنیو سره د پخلنځي او خیاطۍ وسایلو، ۹ زره ۲۴۰ امریکايي ډالرو او ۲ میلیونه ۹۰۰ زره افغانیو، ارزګان کې زرو کورنیو سره ۵ قلمه خوراکي توکو، بغلان کې ۴۹ کورنیو سره ۴ میلیونه ۳۱۲ زره افغانیو او نیمروز کې ۲ زره کورنیو سره ۵ قلمه خوراکي توکو مرستې وشوې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارو بنسټونو له ورته مرستو مننه کوي او د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي.