کډوالو وزارت کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

anwari_morr
Sun, Sep 07 2025 9:59 AM
-
په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د حمایت پدار موسسې سره د یو میلیون ۹۷۷ زره او ۷۵ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه دغه پیسې په هرات او بادغیس ولایتونو کې د ملاتړ مرکزونو په جوړولو، کسب او کار په مهارتونو او د ټولنیزو او رواني خدمتونو په برخه کې په مصرف رسوي، چې له دې څخه به ۷۳۰ راستنېدونکي برخمن شي.

 

Latest news

BACK TO NEWS