د هیواد په څلورو ولایتونو کې نږدې ۲ زره کورنیو مرسته تر لاسه کړې ده

د چنګاښ میاشتې له ۲۱ مې نیټې څخه تر ۲۳ مې نیټې پورې په ننګرهار، بلخ، کابل او بغلان ولایتونو کې 1854 کډوالو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې دي.
یادې مرستې په ننګرهار ولایت کې ۱۰۰۰ کورنیو ته ۶ قلمونه خوراکي توکي، د کابل ښار په ۸، ۱۶ او ۲۱ ناحیو کې ۲۰۸ کورنیو ته ۱۶ زره او ۵۰۰ افغاني نغدي مرستې، په بلخ ولایت کې ۴۶۶ کورنیو ته ۴۹ زره او ۴۰۰ افغانۍ نغدي مرستې او په بغلان ولایت کې ۱۸۰ کورنیو ته په دوو برخو کې ۷۰۰ ډالره او ۳۵۰ ډالره د همکارو بنسټونو له لوري وېشل شوې دي. د یادونې وړ ده، چې یادې کورنۍ له دې وړاندې د کډوالو وزارت د دوهمو واحدونو له لوري اړمنې پېژندل شوې وې.